لیګونه

کوهلي وایي، مونږ درې ځل د اي پي آیل پایلوبې ته لار موندلې مګر پایلوبه مو ګټلې نه ده

د کریکټ نړۍ چې ډېر زیات شمېر مینه وال لري او هر څوک خپلې خوښې وړ لوبغاړي او لوبډلې لري چې هم په لیګونو کې د خلکو خوښې وړ لوبډلې شته دی. چې ډېر ملاتړ کوونکي (مینه وال) چې لري هغه بیا د هند غوره لیګ دی چې د نړۍ یو ستر تجارتي لیګ دی. ټاکل شوي وه چې د مارچ په ۲۹ مه نیټه د یاد لیګ ۱۳ م پړاو لومړۍ سیالۍ ترسره شوي وه چې وروسته بیا د هند کریکټ کنټرول ادارې له لوري د مارچ ۲۹ مې نیټې څخه د اپرېل ۱۵ مې نیټې ته وځنډېډ چې راتلونکې ۱۰ ورځو کې به د یاد لیګ په اړه مالومات په ډاګه شي چې ایا یاد لیګ به ترسره شي او که نه. د یادونې وړ ده چې دا لیګ اته لوبډلې لري چې له دغو اتو لوبډلو څخه یوه د بنګلور چلېنجرز لوبډله له هغو لوبډلو څخه ده چې تر دې دمه پورې یې کوم د اتلولۍ جام نه دی ګټلی او د اي پي ایل یوه بدبخته لوبډله یادېږي. دا لوبډله خورا مشهوره لوبغاړي لري د بیلګې په توګه بنګلور چلېنجرز لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي، اي بي ډویلیرز او د نړۍ بې رحمه توپ وهوونکي کرېس ګېل غوندې ورته لوبغاړي لري خو بیا هم دوی د اي پي ایل لوبو اتلولۍ جام نه دی ګټلی.

تازه د هند کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او په هند غوره لیګ کې د بنګلور لوبډلې کیپتان وېرات کوهلي د انګلینډي لوبغاړي سره وړمه ورځ په انسټاګرام خبرې کولي چې نوموړي سره په خبرو کې کوهلي دا وویل چې مونږ د هند غوره لیګ په سیالیو کې درې ځلې نیمه پایلوبې ته لار موندلې ده خو بدبختانه چې مونږ تر اوسه پورې د اتلولۍ جام نه دی ګټلی او په پایلوبه کې مونږ ماته خوړلې ده.

کوهلي پر وینا چې مونږ به د هند غوره لیګ اتلولۍ جام یوه ورځ نه یوه ورځ هرو مرو ګټو. او مونږ هیله لرو چې د هند غوره لیګ اتلولې د لومړي ځل لپاره وګټو. هغه دغه خبرې د خپل انسټاګرام له لارې انګلینډې لوبغاړي کېون پېټرسن سره کړې وې.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې