دلوبغاړو په اړه

ټېسټ کرکټ کې د افغانستان لپاره لومړۍ سلیزه

ډېرئ شمېر لوبغاړي تل د دې په هڅه کې وي چې د ځان او خپل هیواد لپاره ریکارډونه جوړ کړي.
چې یاد یې تل تر و تازه پاتې شي او بیا د ماتولو څوک هڅه او کوښښ ونه کړي.
ځینې ریکارډونه ماتیږي لکه زیاتې شپږیزې واهل زیاتې سلیزه واهل او دیته ورته نور.
خو ځینې ریکارډونه نه ماتیږي لکه د خپل هیواد کرکټ په تاریخ کې لومړۍ سلیزه جوړول لومړۍ شپږیزه واهل او داسې نور.
راځو دېته چې رحمت شاه د افغان ملي لوبډلې هغه بريالی توپوهونکی دی چې په ټېسټ سياليو کې يې د افغانستان لپاره لومړنۍ سليزه وهلې.دا په داسې حال کې چې نوموړي په ۲۰۱۴م کال کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې په يوه ورځنۍ لوبه کې هم د لومړي افغان په توګه د ۳۲ منډو په ورکولو سره د غوره توپ اچونې په پايله کې پنځه لوبغاړي له ډګره بهر کړي دي.د رحمت شاه د غوره کارکردګۍ په اړه راسره تاسو هم خپل نظرونه شريکولی شئ.
لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې