دلوبغاړو په اړهلیګونه

ټام مودي په آي پي آیل سیالیو کې د خپلې خوښې وړ کیپتان په ډاګه کړ

ټام مودي چې په هند غوره لیګ سیالیو کې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې روزونکی دی. او د یادې لوبډلې لپاره په خپله دنده کې ښه تمام شوی دی. تازه په هند غوره لیګ کې یې د خپلې خوښې وړ لوبډلمشر څرګند کړی دی چې دا یې په هند غوره لیګ کې د سیالۍ پر مهال لوبډلمشري یا کیپتاني خوښوې.

له ټام موډي څخه په ټوېټر اکاونټ وپوښتل شو چې دا د خپلې خوښې وړ لوبډلمشر څرګند کړي چې نوموړي پر ته له کوم ځنډ څخه د چیناي سوپر کېنګز لوبډلې بریالی لوبډلمشر اېم اېس ډوهني یاد کړ. او پر وینا یې چې په هند غوره لیګ کې یې د خوښې وړ لوبډلمشر دی.

د اېم اېس ډوهني غوره کول ټام موډي لامل یې داسې یاد کړ، چې ډوهني یو پیاوړی لوبډلمشر دی او تل په هند غوره لیګ کې یې لوبډله له سختو شیبو بهر کړې ده او لوبډله یې تر نیمه او پایلوبې رسولې ده. هغه له له هندې تلویزون سره د خبرو پر مهال د اېم اېس ډوهني ستاینه هم وکړه.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې