دلوبغاړو په اړه

د ګرنټ ایلیټ کیسه

نوموړی اصل د سویلي افریقا څخه دی، دی ۴۰ کاله وړاندې د افریقا د جوهونزبورګ په ترانسوال سیمه کې زېږېدلی دی.
ایلیټ وایي نوموړی هغه مهال چې افریقا کې و، له افریقایي کرکټ بورډ سره د قرارداد پر سر اختلاف پیدا شو او دی هم له هغه ځایه ولاړ او د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې سره تړون وکړ.هغه کابو لس کاله کرکټ کړی، چې د ۲۰۱۵م نړیوال جام پرمهال د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې لخوا نړیوال پنځوس اوریزجام ته واخیستل شو.هغه په سیمي فاینل کې ستره کارنامه وکړه او د افریقا لوبډله یې له پایلوبې څخه پاتې کړه.افریقا ۲۰۱۵م کې ډېره ښه روانه وه او تر نیمه پایلوبې ډېر په لوړ مرال سره راغلې وه.
دوی باوري وو چې که پایلوبې ته ولاړ شي اسټرالیا ماتوي او پایلوبه ګټي، خو په نیمه پایلوبه کې یې دا هیلې خپل افریقا لوبغاړي ګرنټ ورژولې او له سیالیو یې بهر کړه.
پایلوبه کې بیا اسټرالیا اتلولي واخیسته د پینځم لپاره یې د نړیوالو جامونو اتلولي په خپل نوم کړه.
لیکنه حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې