افغانستان کریکټ

دولت ځدران: کورونو کې پاتې شئ او د نورو ژوند وژغورئ

د کورونا ویروس چې د نورې نړۍ سربیره یې اوس په افغانستان کې هم په چټکۍ سره خپلې مثبتې پیښې ثبت کړې دي او له ۳۰۰ څخه یې مثبتو پیښو لړۍ واوښته او ګڼ شمېر ولایتونو کې یې خلک له امله مړه شوي دي. خو بل لوري ته د کریکټ لوبغاړو او نورو مشهورو څېرو تل د خپلو رسمی اکاونټونو له لارې هېوادوالو ته سپارښتنه کوي، چې کورونو کې پاتې شې او قرنطین شې. چې له دغو له ډلې څخه نن د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر دولت ځدران هم خپلو هېوادوالو ته سپارښتنه کړې ده چې په کورونو کې پاتې شې او د نورو او خپل ژوند وژغوري.

هغه په خپل رسمي فېسبوکپاڼه داسې لیکلې دي:

((سلام ملګرو:

لکه څنګه چه تاسو په جریان کی یاست د کرونا په نوم وبا چه په اکثره هیوادو کی په ډیر سرعت سره د خپریدو په حال کی ده. زیات ځانی زیانونه اړولی دی او زیات شمیر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د وقایی لپاره چه نړیوال روغتیایی سازمان کومه لارښونه کوی مونږ او تاسو ته په کار ده چه دا لارښوونی جدی ونیسو.

يواځینۍ لاره همداده چه کور پاتی شئ او د ځان او نورو انسانانو ژوند وژغورو.

کرونا جدي ونیسی))

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د افغانستان کریکټ بورډ پر رسمي فېسبوکپاڼه هم دې ته ورته ملي لوبغاړو هېوادوالو سره د کورونا خپرېدو مخنیوې لپاره لارښوونې شریکې کړې وې.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې