
برین مک لین: مونږ ډویلیرز ته اړتیا لرو، هغه بیرته راستون شو
د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله له یوه هغو لوبډلو څخه ده چې په لوبډله کې یې خورا پیاوړي لوبغاړي شته دی. چې د دغو لوبغاړو له ډلې څخه یو هم اي بي ډویلیرز دی چې سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لیجنډ دی د نړۍ دغه مشهور لوبغاړي په ۲۰۱۸ کال کې له کریکټ لوبو څخه تقاعد اعلان کړ خو په لیګونو کې لوبیده.
د نوموړي بیا راتګ خورا یوه د بحث موضوع ده، چې هره ورځ د کریکټ مشهورې وېبپاڼي پرې تبصرې کوي. د یادولو وړ ده چې ډویلیرز هیله لري چې په راتلونکې شل اورېز جام کوم چې د دې کال په پای کې په اکتوبر میاشت کې اسټرالیا کې پیل شي ولوبېږي. چې د سوېلي افریقا کریکټ بورډ عمومي رئیس ګرین سمت او سر روزونکي مارک باوچر هم د هغې بیرته راستنېدل تائید کړې دي.
اوس، په یوه وروستي مرکه کې، د سویلي افریقا پخواني لوبغاړي برین مک میلن هم موضوع ته خپله خوښي څرګنده کړې ده. هغه په ډاګه کړه چې هغه په بشپړ ډول د اي بي ډویلیرز پریکړې ملاتړ کوي چې یو اړخ ته بیرته راشي. هغه د اي بي ډویلیرز لوبېدل په نړیوال جام کې د سوېلي افریقا په ګټه یاد کړه.
محمدشبیر (حسنزی)