دلوبغاړو په اړه

په دې ورځ کارلوس براټویټ وروستې اور کې څلور شپږیزې ووهلي او لوبډله یې بریالۍ کړه

انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې په دې ورځ یوه سخته ماته له وېسټ انډېزۍ لوبډلې څخه په نړیوال شل اورېز جام کې خوړلې وه. یاده سیالۍ خورا په زړه پورې وه چې له پیل څخه تر پای پورې یې لوبه جالبه وه. او مینه وال ورته تر وروستیو شیبو پورې ناست وه چې په پای کې وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې جالبه ماته انګلینډۍ لوبډلې ته په وروستۍ اور کې ورکړه.

انګلینډۍ لوبډله په ۲۰۱۶ کال کې د نړیوال جام وروستۍ لوبې په دوام له وېسټ انډېزۍ لوبډلې سره مخ شوه، چې په یاده لوبه کې لومړۍ توپ وهنه د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې ترسره کړه او ۱۵۶ منډو هدف یې وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې ته وټاکه. چې بیا وېسټ انډېزۍ لوبډلې توپ وهنه پیل کړه چې له ډېرو سختو شیبو وروسته وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې ته اړتیا وه چې په وروستې اوور کې ۱۹ منډي جوړې کړې او بریا ته ځان ورسوې.

چې انګلینډۍ لوبډلې خپل پیاوړی تېز بالر بین سټوکس د وروستې اوور لپاره غوره کړ، تر څو له ۱۹ منډو څخه دفاع وکړي. انګلینډې تېز توپ اچوونکي بین سټوکس لومړی توپ د براټویټ پر وړاندې ترسره کړ چې د نوموړي له لوري شپږېزه پرې ووهل شوه همدغه راز دوهم توپ هم شپږېزه شوه دریم توپ هم شپږېزه شوه چې وروسته د لوبې اړخ بدل شو او وېسټ انډېزۍ لوبډلې د بریا هیلې ژوندۍ شوي چې د سټوکس له لوري څلورم توپ هم ترسره شو او هغه هم شپږېزه شوه. چې په دې سره وېسټ انډېزۍ لوبډلې یوه تاریخې بریا خپله کړه. او یادې سیالۍ ته یې ډراماتیک پای کېښود.

د لوبې غوره لوبغاړی بیا سمويلز ونومول شو چې ۸۵ ناسوځېدلي منډي جوړې کړې وې او د ټول ټورنامنټ غوره لوبغاړی هندې لوبډلمشر وېرات کوهلي ونومول شو. د یادونې وړ ده چې کارلوس براټویټ په یاده سیالۍ کې په لسو بالونو ۳۴ ناسوځېدلي منډي جوړې کړې وې.
محمدشبیر (حسنزی)

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې