دلوبغاړو په اړه

هغه چې د پنځم ځل لپاره یې اسټرالیا د نړیوال جام ګټوونکي کړه ۳۹کلن شو.

د اسټرالیاوی کریکټ ملي لوبدلې پخوانی لوبډلمشر مایکل کلارک ۳۹ کلن شو او کالیزه یې د کورنۍ غړیو سره ونمانځله.
کلارک چې پوره نوم یې مایکل جوهن کلارک دی په کال 1981 د اپرېل په دوهمه د اسټرالیا نېوسوت وېلز لیورپول سیمه کې زیږیدلی دې.
په پاپ مشهوره کلارک د اسټرالیا لپاره د شل اوریزه لوبو لومړی لوبډلمشر دی او په منځنۍ برخه کې یې د اسټرالیا لپاره د ښی لاسي توپوهوونکي په حیث غوره کارنامې پریښي.
نوموړی یو چپ لاسی سلو توپ اچوونکی او په توپ نېونه یا فیلډېنګ کې یو پیژندل شوی نوم و.
کلارک د فرسټ کلاس لوبو پیل د نېو سوت وېلز لپاره په اوولس کلنۍ کال ۱۹۹۹ کې وکړ او د نړیوال کریکټ پیل یې د انګلستان خلاف کال ۲۰۰۳ کې په اډیلېډ لوبغالي کې له یوه ورځینۍ لوبې وکړ.
د ټېسټ سیالیو پیل یې د ۲۰۰۴ کال د اکټوبر په شپږمه د هند خلاف وکړ او د شل اوریزه لوبو پیلیزه لوبه یې د نېوز لېنډ خلاف په ۲۰۰۵ کال کې وکړ.
مایکل کلارک د اسټرالیا ملي لوبډلې تر څنګ د یاد هیواد نېوسوت وېلز، انګلستاني همپشایر کلب او هندۍ پونې واریرز لوبدلو لپاره هم لوبیدلی.
مایکل کلارک په ۲۰۱۵ پنځوس اوریز نړیوال جام کې نېوزلېنډ ته په فاینل لوبه کې د ماتې ورکولو سره یاد جام د پنځم ځل لپاره د اسټرالیا په نوم کړ او هممهاله یې له نړیوال کریکټ استعفاء هم اعلان کړه.
مایکل په ۲۰۱۲ کال کې تجارې او موډلې کایلۍ کلارک سره واده وکړه چې ثمره یې یوه لور ده خو دواړو د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ په دوولسمه له یو او بله د جلا کیدو خبر ورکړ او څرګنده یې کړه چې دوی پنځه میاشتې وړاندې سره جلاشویدي. 
مایکل کلارک د پخواني ټېسټ کریکټ پیلیز توپوهوونکي فلیپ هیوز د تر ټولو نږدې انډیوالانو څخه یو هغه و چې د نوموړي په مړینه یې ژوعوره خوشیني وښوده او دده اړوند یې په ۲۰۱۶ کال کې د ځان وژنې اړوند یوه مقاله هم خپره کړه.
مایکل کلارک په اوس کې یو ښه مبصر دی چې د کریکټ په داخلي او نړیوالو ډګرونو کې د روانو لوبو اړوند تبصرې یا کومینټري کوي.
لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې