نړیوال کریکټ

نیوزیلینډی لوبغاړی ډنیل فلین خپل تقاعد اعلانوې

د نیوزیلینډۍ لوبډلې پیاوړی لوبغاړی چې له کلونو کلونو راهیسې یې د نیوزیلینډ لپاره د کریکټ سیالۍ ترسره کړې دي او په خپلې وړتیا سره یې لوبډله تر بریا پوړیو رسولې ده. اوس غواړي چې نور نو د خپل کریکټ لوبو دوام ته د پای ټکی کېږدي. او له کریکټ سیالیو څخه خپل تقاعد اعلان کړي.

هغه د پنجشنې په ورځ د اپرېل په دوېمه نیټه د خپل تقاعد په اړه خبرې وکړې، ډنیل فلین دا مهال ۳۴ کلن دی. چې د نیوزیلینډۍ لوبډلې لپاره یې ۲۴ ټېسټ، ۲۰ یو ورځنۍ او پنځه شل اوريزې سیالۍ ترسره کړې دي. چې په مجموعي توګه یې د خپلې لوبډلې لپاره ۱۳۲۵ نړیوالې منډي جوړې کړې دي.

فلین چې نږدې له پنځو کلونو راهیسې هېڅ کومه رسمي نړیواله سیالۍ نه ده ترسره کړې، اوس نو غواړي چې خپل تقاعد اعلان کړي. خو مګر فرسټ کلاس لوبې یې لوبولې دي. چې د شمالي ولسوالیو کپتان هم و. ډنیل فلین لومړۍ ټېسټ لوبه د انګلینډ خلاف په لارډز کې پیل کړه چې له نږدې درې ساعتونو لپاره یې توپ وهنه وکړه او لوبډله یې له ماتې څخه وژغورله.

د یادونې وړ ده چې نوموړی د جېمز انډرسن خطرناک باؤنسر ښکار شوی هم وه، چې نوموړی په توپ ولګېد او خپل دوه غاښونه یې له لاسه ورکړ، چې وروسته بیا له لوبې څخه کیښنول شو. فلین د نیوزیلینډۍ وېبپاڼې سره په خبرو کې د خپل تقاعد په اړه خبرې وکړي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې