دلوبغاړو په اړه

د کېون پټرسن عجیبه پوښتنه او د وېرات کوهلي ځواب

د کورونا ویروس چې هر څه یې په ټپه درولې دي، اند د کریکټ لوبې او ترڅنګ یې نورې ورزشي لوبې هم ځنډول شوي دي او لوبغاړي په کورونو کې قرنطین کړې دي. نو ډیری کریکټ لوبغاړي اوس له یو بل سره د ټولنېزو رسنیو له لارې په اړیکه کې کېږي.

چې له دغو لوبغاړو څخه یو هم وېرات کوهلي دی چې له انګلینډي لوبغاړي کېون پټرسن سره یې د انسټاګرام په وسیله اړیکه نیولې وه او له یو بل سره یې ټوکې ټکالې کولې چې وروسته کېون پېټرسن د خپلو خبرو په دوام له وېرات کوهلي څخه یوه حیرانوونکي پوښتنه وکړه. پېټرسن وېرات کوهلي ته وویل چې په خپل ژوند کې دې د کریکټ کوم اننګز غوره او جالب وه؟

وېرات کوهلي د ډېر فکر او ځنډ وروسته په ځواب کې ورته په چناسوامی کې د کېنګز الېون پنجاب خلاف د خپلو ۱۱۳ منډو اننګز یاد کړ. چې وېرات کوهلي دغه اننګز کلونه وړاندې د کېنګز الېون پنجاب خلاف یوه سیالۍ کې ترسره کړې وه.

له ډېرو خبرو وروسته د وېرات کوهلي میرمنه انوشکا شرما د وېرات کوهلي کېون پېټرسن خبرو منځ کې ودانګل او وېرات کوهلي ته یې داسې وویل: “چلو چلو د ډوډۍ وخت دی.” چې د انوشکا شرما دغه صحنه د کېون پېټرسن له لوري سکرین شاټ شوي وه او په خپل انسټاګرام اکاونټ یې خپور کړی ده او لیکلې یې دي:

“کله چې اداره کوونکې (انوشکا شرما) وویل، وخت پایته رسېدلی نو وخت پایته ورسېد. په دې هیله چې تاسې ټولو خوند اخیستی وي.”

د اي پي ایل له لوبډلو څخه د بنګلور چلېنرز لوبډله هغه لوبډله ده چې تر دې دمه پورې یې د اتلولۍ جام نه دی ګټلی. کوهلي په دې اړه بیا وایي، چې مونږ درې ځلې تر پایلوبې ورسېدو مګر بریا مو ترلاسه نه کړه. خو مونږ تمه لرو چې اتلولي به ترلاسه کړو.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې