دلوبغاړو په اړهلیګونه

اکاش چوپړا: پنځه لوبغاړي چې د آي پي آیل په لغوه کېدو سره ممکن زیان وګوري

د هند غوره لیګ ۱۳م پړاو د کورونا وبا ناروغۍ له امله ممکن لغوه شي او ترسره نه شي، په دې ویروس ټوله نړۍ کې ملیونونه وګړي اخته شوي دي او له زرګونو څخه یې زیات وژلي دي. په هند کې هم دغه ژوونکی ویروس په چټکۍ سره روان دی. او ناروغانو شمېر یې مخ پر وړاندې روان دی. چې له کبله یې اوس مهال ټول هېواد په بند کې دی او خلک یې قرنطین دي. په هند کې دا مهال ټولې سپورټې لوبې ځنډول شوي دي. بل لوري ته د هند نوموتي مبصر اکاش چوپړا د اي پي ایل نه ترسره کېدو زیانونه د پنځه هندي لوبغاړو لپاره په ډاګه کړې دي. آکاش چوپړا وایي، سږ کال به په اسټرالیا کې نړیوال شل اورېز جام ترسره شي خو که آي اپي ایل یا هند غوره لیګ ترسره نه شي لاندې پنځه لوبغاړي به ممکن هندۍ لوبډلې برخه نه شي په نړیوال شل اورېز جام کې، ځکه چې دوی خپله وروستۍ وړتیا په هند غوره لیګ کې په ډاګه کولی شې.

۱- رشاب پانت

په هندۍ لوبډله کې کيل راهول د ویکټ کیپر او توپ وهوونکي په توګه د رشاب پانت پر ځای ځای پر ځای شوی دی. د اکاش چوپړا پر وینا، اي پي ایل یوازینی سیالۍ وه د رشاب پانت لپاره چې خپله وړتیا یې په ډاګه کړې وی او خپل ځان یې څرګند کړی وه. که چیرې اي پي ایل ترسره نه شي نو د لوبډلې انتخاب کوونکی ممکن د رشاب پانت پر ځای نړیوال جام ته راهول د ویکټ کیپر او توپ وهوونکي په توګه غوره کړي.

۲- شېوام دوبي

دغه هندې ځوان الراونډر شېوام دوبي ته د نیوزیلینډ پر وړاندې څو سیالیو کې چانسونه ورکړل شوي وه. چې نوموړي ونه شو کړلی چې خپله وړتیا یې هلته په ډاګه کړې وای. د چوپړا پر وینا، د هارېک پانډیا راستنېدل بیرته لوبډلې ته ممکن د شېوام دوبي غوره کول نا ممکن کړي. اي پي ایل د شېوام دوبي وروستی چانس دی چې خپله وروستۍ وړتیا وښیې. پانډیا اوس مهال روغ رمټ دی که چیرې نوموړی ټپې شې ممکن بیا شېوام دوبي ته چانس ورکړل شې.

۳- سنجو سمسن

دغه ویکټ کیپر او توپ وهوونکی په دې وروستیو کې د ډېرو وختونو لپاره د هندۍ لوبډلې برخه وو، خو په لوبډله کې یې د لوبېدو ډېر لږ چانسونه ترلاسه کړل. هغه د نیوزیلینډ خلاف سیریز کې دوه لوبو کې ولوبېد. خو دواړه ځل ناکامه شو. اکاش چوپړا وایي، هند غوره لیګ د نوموړي لپاره وروستی چانس دی چې له مخې یې کولی شې اسټرالیا ته د شل اورېز نړیوال جام لپاره ځان کاندید کړي.

۴- کرونال پانډیا

په هندۍ لوبډله کې د روېندرا جدېجا، کلدېپ یادو او یوزوېندر چاهل شتون د کرونال پانډیا بیرته راستنېدل نا ممکن کړې دي. د اکاش چوپړا پر وینا، په نړیوال جام کې د هغه شتون لرل به لوی خیال وي ځکه که هند غوره لیګ ترسره نه شي نو نوموړی نه شي کولی چې خپله وړتیا وښیې.

۵- سرېش رینا

د آکاش چوپړا په وینا، سرېش رینا په وروستیو وختونو کې کومه کورني یا نړیواله شل اورېزه لوبه نه ده لوبولې، له همدې امله هندي لوبډلې ته د هغه بیرته راستنېدل تقریبا ناممکن دي، که چیرې هند غوره لیګ یا اي پي ایل ترسره نه شي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې