لیګونه

ډویډ وارنر د آي پي آیل غوره شیبه په ډاګه کړه

د هندوستان غوره لیګ چې د نړۍ یو له مشهورو لیګونو څخه دی او پکې د کریکټ ګڼ شمېر افسانوې لوبغاړي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه غوره کېږي او د لوبډلو مالیکونو له لوري بیا په ډېر لوړ قیمت سره پېرل کېږي. چې دغه لیګ بیا په خپل ځان کې خورا ګڼ شمېر د بالیوډ نوموتي ستوري هم لري چې یا د لوبډلو مالیکان دي او یا هم د لوبډلو استازيتوب کوي. چې یو یې هم د بالیوډ مشهورې اداکارې پریټې زېنټا ده چې د کېنګز الیون پنجاب لوبډلې مالکه ده. په کېنګز الېون پنجاب لوبډله کې له دوه کلونو راهیسې افغان اتل مجېب الرحمن هم شامل دی او له ځانه سره یې ساتلی دی چې د پنجاب لپاره کلیدې لوبغاړی دی.

بله لوبډله د مشهور ستوري شارخ خان ده د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډله د شارخ خان ده. چې پکې خورا پیاوړي لوبغاړي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه اخیستل شوي دي او ځای پر ځای شوي دي. د یادونې وړ ده چې ډویډ وارنر د اي پي ایل لوبو تر ټولو غوره شیبه په ډاګه کړې ده. وارنر چې د سنراېرز حېدراباد لوبډلې پیاوړی توپ وهوونکی او کلیدې لوبغاړی دی هېره دې نه وې چې سږ کال یو ځل بیا نوموړی د سنراېزر حېدراباد لوبډلې لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی. هغه په خپل رسمي انسټاګرام اکاونټ باندې یو انځور خپور کړی دی چې د هند غوره لیګ تر ټولو غوره شیبه وه د وارنر لپاره. د وارنر لپاره د هند غوره لیګ غوره شیبه هغه وه چې د سنراېزر حېدراباد لوبډلې پکې اتلولي ترلاسه کړې وه.

د یادولو وړ ده چې تر دې دمه پورې د هند غوره لیګ ترسره کېدو یا نه ترسره کېدو په تړاو رسمي څه نه دي ویل شوي دا به د اپرېل په ۱۵ مه نیټه په ډاګه شې.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې