نړیوال کریکټ

مطیع مورلین د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره سریلانکا حکومت سره پنځه ملیونه مرسته وکړه

د کورونا ویروس چې نږدې ټوله نړۍ کې یې د کریکټ لوبو سربیره نورې ورزشي لوبې هم په ټپه درولې دي. او همدغه راز یې ګڼ شمېر وګړي له خپل تجاراتونو او کارونو څخه بې برخې کړې دي او په کورونو کې یې قرنطین کړې دي چې له ډلې یې ډیری بې وزله وګړي خواړو او نورو غېر خوراکې توکو ته اړتیا لري.

چې په دې برخه کې اوس د کریکټ زیات شمېر لوبغاړو تر خپل توان پورې له بې وزلو وګړو سره مرسته کړې ده چې دلته افغانستان کې هم ګڼ شمېر د ملي لوبډلې لوبغاړو له هېوادوالو سره مرستې کړې دي. تازه د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پخواني افسانوې سپېنر توپ اچوونکي مطیع مورلین هم د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د خپل حکومت سره د پنځه ملیونه سریلانکايي روپیو مرسته کړې ده.

د رسنیو د راپورنو له مخې، چې مطیع مورلین په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې حکومت یې مرستو ته اړتیا لري او حکومت په یواځې توګه نه شي کولی چې هر چا سره مرسته وکړي مونږ باید د حکومت ملاتړ وکړو.

مطیع مورلین په خپلو خبرو کې داسې وویل: “پدې وخت کې حکومت هر څه ته پاملرنه نشي کولی، نو اړینه ده چې هر څوګ زمونږ په څېر حکومت سره مرسته کولی شي باید ژر تر ژره یې وکړي. زه هیله لرم چې نور خلک به هم د دغې ناوړه ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره له حکومت څخه ملاتړ وکړي.”

هغه له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شئ، او زیاته یې کړه چې دوی دې د دغه ناوړه ناروغۍ پر وړاندې نه خپه کېږي او له دغې ناوړه ناروغۍ سره دې مبارزه وکړي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې