دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

روهېت شرما: مونږ هندیان یو، په هندې ژبه خبرې کوو

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی روهېت شرما چې د هند اوپنر یا پیلیز توپ وهوونکی دی او د هند لپاره یې تل ښه پیل کړی دی نوموړي په سخت وخت کې خپله لوبډله تر بریا رسولي ده. هغه زیات شمېر مینه وال هم لري. چې زیات مینه وال یې د اي پي ایل یا هند غورره لیګ له لارې موندلې دي.

نوموړی په هند غوره لیګ کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې لوبډلمشر دی. او تېر کال یې د هند غوره لیګ اتلولي هم د خپلې لوبډلې په بریا سره پایته رسولي وه. د یادونې وړ ده چې ټاکل شوي وه د مارچ په ۲۹مه نیټه د هند غوره لیګ لومړۍ سیالۍ د ممبۍ انډیانز او چیناي سوپر کېنګز ترمنځ ترسره شوی وی. چې وروسته د کورونا وژونکي ویروس له امله د اپرېل ۱۵ مې نیټې ته وځنډېد چې اوس داسې راپورنه وکړل شوي دي چې ممکن اپرېل پنځلسمه نیټه هم هند غوره لیګ ترسره نه شي.

روهېت شرما چې دا مهال د کورونا وژونکي ویروس له امله په کور کې قرنطین دی او تر څنګ یې نور هندي لوبغاړي هم په کورونو کې پاتي شوي دي او قرنطین دي. چې دوی بیا د ټولنېزو رسنیو له لارې یو بل سره اړیکه نیسې. تازه د هند کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر جسپرېټ بومرا او رهېت شرما یو له بل سره په انسټاګرام کې خبرې کولې چې یو مینه وال له روهېت شرما وغوښتل تر څو نوموړی په انګلیسې ژبه خبرې وکړې.

چې وروسته روهېت شرما ورته ځواب کې وویل، مونږ هندیان یو، او مونږ به په هندې ژبه خبرې کوو. شرما همدغه راز زیاته کړله چې زه اوس په کور کې قرنطین یم او مونږ به یواځې په تلویزونې خپرونه کې په انګلیسې ژبه خبرې وکړو.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې