دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د هند کریکټ بورډ کنټرول اداره د هندې لوبغاړو معاشونه نه کموې

د هندوستان کریکټ بورډ چې د نړۍ یو شتمن کریکټ بورډ بلل کېږي، او لوبغاړي یې هم زیاتره شتمن دي. دوی نه یواځې د اقتصاد له پلوه پیاوړي دي، بلکې د دوی هر لوبغاړی او لوبډله یې هم پیاوړي ده چې ماتول یې بیخې سخت دي په ځانګړي توګه اسیایي لوبډلو له لوري ماتول یې خورا سخت دي. په هندوستان کې د هند کریکټ کنټرول اداره وایي، چې د لوبغاړو معاش به کم نه کړي.

د هند کریکټ کنټرول ادارې خزانه دار آرون دهمال دا څرګنده کړه، چې تر دې دمه پورې د هند کریکټ کنټرول ادارې یا بي سي سي آي پرېکړه نه ده کړې چې د هندې لوبغاړو معاشونه د کورونا وژونکي ویروس له امله کم کړي. دا په داسې حال کې ده چې ډیری کریکټ بورډونو د خپلو لوبغاړو معاشونه کم کړې دي او کورونا ځپلو سره یې پرې مرسته کړې ده.

یوې سرچینې هندې رسنۍ ته وویل، مونږ تر اوسه په دې اړه فکر هم نه دی کړی، چې د لوبغاړو معاشونه کم کړو او نه مو ذهن کې راغلي دي.

یادې سرچینې د هند غوره لیګ په اړه هم نظر ورکړ او پر وینا یې، چې مونږ به د اپرېل تر ۱۵ مې نیټې پورې انتظار وکړو ځکه، تر دې مهاله هېڅ هم نه دي روښانه شوي چې کله به حالت ښه شې.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې