نړیوال کریکټ

د لوبې پرمهال ECB کوچني ساعت کارولو باندې بندېز ولګوه

د انګلینډ کریکټ بورډ (ECB) په ټولو راتلونکو فکسچرونو کې د لوبې په ډګر کې د کوچني ساعتونو اغوستلو باندې بندیز ولګوه، او د اداري فساد پروړاندې یې خپل مقررات سخت کړل. له دې وړاندې حاکمیت شورا لوبغاړو ته اجازه ورکړې وه چې په لوبو کې کوچني ساعتونه واغوندي، په دې شرط چې په رسمي سیالیو کې د ارتباط یا ډیټا لیږدونې اسانتیاوې بندې شوې اوسې.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د انګلینډ افسانوې لوبغاړي سټیون کرفټ د یاد ساعت په وسیله خپل ټیم ملګري سره په اړیکه کې پاتې شوی وه. او هغه ته یې د کوچني ساعت په وسیله زنګ ووهه. چې اوس د انګلینډ کریکټ بورډ د لوبې پرمهال خپل قوانین خورا سخت کړې دي.

د انګلینډ کریکټ بورډ ویاند ې اېس کرېک انفو ته وویل، چې دوی هرو مرو په کال کې یو ځل د فساد ځد کوډونو څخه لیدنه کوي چې ګواګې کوم لوبغاړي خو یې د دوی ضد کار نه دی ترسره کړی.

په نړیوال کریکټ کې د ډېر وخت راهیسې د لوبې پرمهال کوچني ساعتونو اغوستل منع شوي دي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې