دلوبغاړو په اړه

ایون مورګن: ورزش کولی شي د ناروغیو په رغېدو کې مهم رول ولوبوې

د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې افسانوې لوبغاړی او لوبډلمشر چې د انګلینډۍ لوبډلې لپاره یو بریالی لوبډلمشر هم تمام شوی دی. او خپله لوبډله یې په سختو حالاتو کې تر بریا رسولې ده. خو په اوس وخت کې د کورونا ویروس هر څه په ټپه درولې دي چې اند خلک یې له خپلو ورځینې کارونو څخه هم بې برخې کړې دي او په خپلو کورونو کې یې قرنطین کړې دي.

تازه د کریکټ نړیوالې شورا یا اي سي سي د ایون مورګن له خولي لیکلې دي:

ورزش کولی شې چې نړۍ ته وده ورکړي او د خلکو فکر بدل کړي، مورګن په پر وینا، چې ورزش کولی شي د لویو ناروغیو په رغېدو کې مهم رول ولوبوې. هغه همدغه راز زیاته کړه، د ورزش څخه ګوښه کېدل یا لرې کېدل کولی شې چې دماغ غېر فعال کړي. ورزش کولی شې چې دماغ فعال وساتې.”

ایون مورګن وویل، چې زه خورا لیواله یم چې د

کریکټ لوبې بیا پیل شې او هیله لرم چې دغه انتظار نور ډېر ژر پر بریالۍ توګه پایته ورسوم. مورګن داسې وویل:

اوس مهال یقیناً بې باوري شتون لري، حقیقت دا دی چې مونږ اوس نه شو کولی چې لوبې ترسره کړو تر هغې چې دا ناروغي کنټرول نه شي.

د یادونې وړ ده چې انګلینډې لوبغاړو د کورونا سره د مبارزې لپاره د نړیوال جام کمیسونه هم لیلام کړې دي او له خپلو بې وزلو هېوادوالو سره مرسته کوي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې