دلوبغاړو په اړه

احسان جنت له ۲۰۰ سوه کورنیو سره مرسته اعلان کړه.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر بیټسمین او بهترین لوبغاړي احسان جنت هم په هیواد کې د کرونا ویروس له وجې د رامنځته شویو ستونزو او په دې برخه کې زمونږ د خوارو افغانانو د لاس نیوي لپاره له ۲۰۰ سوه کورنیو سره د بیلابیلو خوارکي توکو مرسته اعلان کړه.
دا چې په نړۍ کې د کرونا ويروس خورېدو له وېرې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، افغان بې وزله ولس هم ترې بې برخې نه دی پاتې.
دا چې دا مهال زیاتره افغانان خپل ورځنیو کارونو او ژوند ته رسيده ګي نه شي کولای او تر ډېره په خپلو کورونو کې بند پاتې دي. نو په همدې نیت د افغان کرکټ ملي لوبډلې اوپنر لوبغاړي احسان جنت هم په دې سختو شېبو کې تر خپله وسه د بې وزلو لاسنيوی کوي.
لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې