نړیوال کریکټ

پیښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي له بې وزلو وګړو سره مرسته وکړه

د پاکستان سوپر لیګ اړوند پیښور زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي د کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د مرستو لړۍ له بې وزلو وګړو سره پیل کړه، د رسنیو د راپورنو له مخې چې هغه له زیات شمېر بې وزلو کورنیو سره خواړو مرسته وکړه.

د یادونې وړ ده چې جاوید افریدي د سه شنبې په ورځ د لومړي وزیر عمران خان ریلیف فنډ ته د لس ملیونو مرسته اعلان کړه. افریدي په خپل ټوېټر پیغام کې څرګنده کړه چې زلمي فاونډېشن د پیسو مرسته کوي ترڅو د کورونا وایرس ناروغي پروړاندې روانه مبارزه کې د مرستې لاس یو کړې.

د زلمي لوبډلې مالک جاوید افریدي له خلکو وغوښتل چې په کور کې پاتې شي او د احتیاطي تدبیرونو څخه کار واخلي. تر هغه چې د روغتیایی څانګو لخوا هم بار بار ټېنګار شوی دی چې له احتیاطي تدبیرونو څخه کار واخلي او پرته د کوم اړین کار ترسره کولو دې له کورونو څخه بهر نه وځې.

افریدي دا هم څرګنده کړه چې د کورونا ویروس په اړه د پوهاوي رامینځته کولو کمپاین اوس مهال د ډیری پیښور زلمي لوبغاړو او چارواکو له خوا د ویډیې پیغامونو له لارې ترسره کېږي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې