دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

هاشم املا خطرناک توپ اچوونکی په ډاګه کړ

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوې توپ وهوونکی د سه شنبې په ورځ د مارچ په ۳۱ مه نیټه ۳۷ کلن شو. دغه افسانوې توپ وهوونکي د نړیوال جام پایته رسېدو وروسته تقاعد شو. خو مګر په کورني کریکټ کې نوموړی فعال دی. هاشم املا یو له غوره توپ وهوونکو څخه دی چې د سوېلي افریقا لپاره یې سیالۍ ترسره کړې دي.

هغه په ټېسټ کریکټ کې دوهم منډي جوړونکی لوبغاړی دی. چې تر ټولو زیاتې منډي یې ترسره کړې دي. هغه د ۱۲۴ ټېسټ لوبو په مرسته ۹،۲۸۲ منډې جوړې کړې دي. املا د سوېلي افریقا یوازینی توپ وهوونکی دی چې په ټېسټ کریکټ کې درې ځله سوځیدلی دی. نوموړي په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۶ کې سوېلي افریقا لوبډله هم رهبري کړه.

هاشم املا لپاره تر ټولو خطرناک توپ اچوونکی

د خپل نامتو کیریر په دوام نوموړی د یو شمېر تېزو او سپینرانو بالرانو سره مخ شو. چې اوس یې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر محمد اصف خطرناک بالر یاد کړی دی. له املا پوښتنه شوي وه چې د ده په کریکټ ژوند کې څوک خطرناک توپ اچوونکی وه چې ځواب کې هاشم املا د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې افسانوې توپ اچوونکي ته اشاره وکړه.

هغه پبښور زلمي ته په وروستۍ مرکه کې داسې وویل:

“تر ټولو ښه بالر چې زه ورسره مخ شوی یم هغه محمد اصف دی. د هغه دقت درست دی. او د هغه هر بال خطرناک دی. چې له همدې کبله زه پوه شوم چې محمد اصف یو خطرناکه او پیاوړی توپ اچوونکی دی.”

هاشم آملا په یو ورځنيو لوبو کې هم پیاوړی لوبغاړی دی. او د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې په ګټه یې ۲۷ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړې دي. ۸،۱۱۳ منډي جوړې کړې دي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې