دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

مصباح الحق د شرجېل خان فټنس څخه خوښ نه دی

د پاکستان سر روزونکی مصباح الحق د پاکستان سوپر لیګ (PSL) پنځم پړاو کې د کراچۍ کېنګز اوپنر توپ وهوونکي شرجیل خان د فټنس په اړه ناخوښي څرګنده کړې ده. هغه شرجېل خان ته په اشارې سره وېلي دي چې شرجیل خان فټنس سم نه دی او کار کولو ته اړتیا لري.

مصباح الحق داسې وویل: “زه د اوپنر په توګه د شرجېل په وړتیا شک نه لرم ځکه چې هغه د دې وړتیا لري چې په ۱۵۰ سټراېک رېټ سره توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړې. په هرصورت، هغه په خپل فټنس کې ډیر کار ته اړتیا لري، چې اوس وخت هم لري او ترسره کولی یې شې.” مصباح د خپلو خبرو په دوام سره وویل هغه همدارنګه وزن کمولو ته هم اړتیا لري چې په نهایت کې به خپل فټنس ښه کړې.

مبصاح هیله څرګنده کړې ده چې شرجېل خان به د خپل فټنس ښه کولو باندې تمرکز وکړي. مصباح الحق د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي حیدر علي ستاینه وکړه او وویل، دغه ځوان د هر ډول شاټ وهولو وړتیا لري.

هغه د حیدر علي په اړه داسې وویل:

حیدرعلي لا دمخه په کورني او جونیرۍ کریکټ سیالیو کې د ځان لپاره نوم ګټلی و. آن د نولس کلنو کم عمره کریکټ کې هم د هغه کړنې د پام وړ وبلل شوې. اوس هغه په شل اورېز کریکټ او همدارنګه په PSL (پاکستان سوپر لیګ) کې د خپل توپ وهنې لین سره هر څوک اغېزمن کړي دي. هغه یوه نمونه ده چې کولی شي د هر ډول توپ اچوونکي پروړاندې کیفیت لرونکي سټراېک رېټ باندې ولوبیږي.

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې دغه سر روزونکي وویل، دوی ځینې پلانونه لري چې له دوی سره به راتلونکې کې مرسته وکړي تر څو لوبډلې ته وړ او مناسب لوبغاړي غوره کړي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې