دلوبغاړو په اړه

مجیب الرحمان هم د مرستو لړۍ پیل کړه

د کرکټ ملي لوبډلې د ځوان لوبغاړي  مجيب الرحمان لخوا د سلګونو کورنيو سره د خوراکي توکه مرسته وشوه.
د تل په څير مجيب الرحمان هم په د سختو شرايطو کې د اړمنو هيوادوالو سره مرستې ته راودانګل.
د مرستو په د لړى کې نن ورځ د هغه کورنيو سره چې بې سرپرسته او د سخت حالاتو سره لاس او ګريوان دي د خوراکي توکو مرسته وشوه.
مجيب الرحمان وایي چې هيوادوالو مينه راکړي په سختو شرايطو کې يې زمونږ ملاتړ کړى نو زه هم په د سختو حالتو کې د  خپلو  هيوادوالو  تر څنګ يم   او د خپل وس مطابق به د اړمنو خلکو سره مرسته کوم.

له دې وړاندې ګڼ شمېر نورو افغان لوبغاړو هم له خپلو خلکو سره د مرستو لړۍ پیل کړي ده.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې