نړیوال کریکټ

شاهد افریدي له یوراج څخه مننه وکړه، چې د ده ملاتړ یې وکړ

کورونا وژونکي ویروس چې نږدې په ټوله نړۍ کې یې خپلې منفې او مثبتې پیښې ثبت کړې دي او ګڼ شمېر خلک یې له امله مړه شوي دي. خو په ورته وخت کې د نړۍ مشهورو کریکټ لوبغاړو د دغې وژونکي ویروس سره د مبارزې لپاره هڅې ګړندۍ کړې دي. چې له دغو لوبغاړو څخه یو هم د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی افسانوې توپ وهوونکی او توپ اچوونکی شاهد افریدی دی چې له پاکستانیو اتباعو سره یې د مرستو لړۍ پیل کړې وه. چې د افریدي له دغه کار وروسته هندې لوبغاړي یوراج سېنګ د افریدي څخه ملاتړ څرګند کړ.

اوس د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې دغه پخواني الراونډر شاهد افریدي د مینې په بدل کې په مینه ځواب ورکړ او ورڅخه یې مننه وکړه. افریدي په خپل رسمي ټوېټر اکاونټ له یوراج سېنګ څخه مننه وکړه.

د یادولو وړ ده چې شاهد افریدي له پاکستان اتباعو سره تر خپلې وسې مرسته وکړه. او ګڼ شمېر بې وزلو وګړو سره یې د خوراکې توکو لکه، دال، الوګان، غوړي، صابون او داسې نورو اړینو توکو مرسته وکړه. باید یاده شې چې دلته په هېواد کې افغانستان کې هم افغان اتلانو لکه راشد خان، محمدنبي، عثمان غني، نجیب الله ځدران، کریم جنت، افتاب عالم او داسې نورو ملي لوبغاړو له بې وزلو هېوادوالو سره د خوراکې توکو مرسته وکړه.

۴۰ کلن شاهد افریدي څرګنده کړه، چې مننه کول د ملاتړ کولو لویه ستنه ده. او زیاته یې کړه کله چې د انسانیت خبره کیږي، سرحدونه هیڅ اهمیت نلري.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې