نړیوال کریکټ

د لنکاشېر کریکټ کلب رئیس ډیویډ هوډګیس د COVID-19 له امله مړ شو

د کورونا ویروس یو ځل بیا د کریکټ په نړۍ کې مرګ وکړ. او تازه د لنکاشېر کاونټۍ کریکټ کلب رسمي ټوېټر اکاونټ باندې د یاد کلب رئیس (ډیویډ هوډګیس) مرګ خبر خپور شوی دی. او پر وینا یې چې هوډګیس د COVID-19 ناورغۍ له امله مړ شوی دی.

د یاد وژونکي ویروس له امله نور مشهور لوبغاړي هم مړه شوي دي. د یادونې وړ ده چې د کورونا ناروغۍ له کبله د کریکټ لوبې او سیرزونه هم په ټپه دریدلې دي. هوډګیس ۷۱ کلن وه چې د کورونا وژونکي ویروس له کبله مړ شو. یادونې وړ ده چې هوډګیس د تیرو ۲۲ کلونو لپاره د کلب غړیتوب درلود او د تیرو ۳ کلونو لپاره رئیس و.

د یاد کلب غړو د نوموړي پر مړینې باندې خواشینې څرګنده کړې ده، او کورنۍ سره یې په دې سخت وخت کې د همکارۍ ډاډ ورګړی دی.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې