دلوبغاړو په اړه

افریقایي لوبغاړي د چا د ژړا سبب شول

د ۲۰۱۵م د نړیوال پنځوس اوریز کرکټ جام د نیمه پایلوبې پرمهال ګرنټ ایلیټ په داسې حال کې شپږیزه ووهله، دواړه لوبډلې په حساس وخت او پړاو کې وې.
ګرنټ ایلیټ هغه مهال شپږیزه ووهله، چې په دوو توپونو ۵ منډې پاتې وې او د افریقا په چټک توپ اچوونکي ډیل سټین یې شپږیزه ووهله، د دغې شپږیزې په مرسته نیوزیلېنډ لوبه وګټله او لوبډله یې پایلوبې ته ولاړه.
له دې وړاندې د اسټرالیا کرکټ لوبډله پایلوبې ته رسېدلې وه او د پینځم ځل اتلولۍ لپاره چمتو وه.
د ګرنټ ایلیئټ شپږیزې سره نیوزیلېنډیان په خوښیو او چکچکو سره لوبغالي ته راغلل، خو مقابل کې یې افریقایان په لوبغالي کې په ژړا شول او ډیل سټین په لوبغالي کې له خپګان ځان وغورځاوه.
ګرنټ ایلیټ ډیل سټین له لاس څخه ونیو او د هغه د ډاډګیرنې هڅه یې وکړه.
د ډیل سټین سربېره ای بي ډیویلیرس او مورني مورکل هم وژړل او پایلوبې ته د تګ ارمان یې په زړه کې پاتې شو.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې