افغانستان کریکټدلوبغاړو په اړه

کریکټ بورډ باید ځوانو لوبغاړو ته د لوبېدو چانس ورکړې

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله چې یو له هغو لوبډلو څخه ده چې په اسیایي پیچونو کې به یې ماتول دومره اسانه کار هم نه وي او د نړۍ هېڅ کومه قوي لوبډله به د افغان کریکټ ځوانو لوبغاړو پر وړاندې مقاومت ترسره نه شي کړای. خو ډیری وخت د کریکټ بورډ سلېکشن کمیټه په لوبډله کې زاړه لوبغاړي سلېکټ کوي. چې دغه چارې د افغان کریکټ مینه وال سخت خواشینې او خپه کړې دي.

کریکټ بورډ باید د افغانستان راتلونکې ته زیاته پاملرنه وکړي او باید چې ځوان لوبغاړي دې ته اماده کړې چې د نړیوالو لوبغاړو او لوبډلو پر وړاندې یې ولوبوې تر څو دوی ترې تجربې ترلاسه کړي. افغانستان کریکټ ملي لوبډله همدا اوس هم پیاوړي ځوان لوبغاړي لري که چیرې کریکټ بورډ ترې کار واخلي.

په اوسني وخت کې د یامېن احمدزي، وفادار مومند، سعید شېرزاد، اکرام عليخېل او همدرانګه داسې نور لوبغاړي هم شته دی لکه ظاهر خان، قېس احمد او باطن شاه چې اوس وخت کې یې په لوبډله کې غوره کول او لوبېدل خورا اړین دي.

د افغان لوبډلې توپ وهنې برخه خورا کمزوري ده او اوس هم د توپ وهنې په برخه کې ځینې ستونزې لري، که څه هم د افغانستان کریکټ لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان بار بار یادونه کوي چې دوی په تمریناتې کمپونو کې پر توپ وهنې زیات کار کوي.

خو بل لوري ته د کورونا ویروس د کریکټ لوبو سیرزونه تر نا معلومې نیټې پورې ځنډولې دي او ممکن چې راتلونکې میاشت کې هم کومې رسمي سیالۍ ترسره نه شي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې