نړیوال کریکټ

ټېم پین د هندوستان خلاف ټېسټ سیریز ته سترګې په لار دی

ټاکل شوي ده چې د هند کریکټ ملي لوبډله د دې کال په پای کې اسټرالیا سره د ټېسټ لوبې لړۍ پیل کړې. خو تر دې دمه پورې د یادې ټېسټ لوبې مهالوېش هم نه دی په ډاګه شوی. چې ممکن یاده لړۍ د کورونا (وبا) ناروغۍ له کبله وځنډول شې.

په ورته وخت کې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي ټېم پين په یوه مرکه کې د هند او اسټرالیا ترمنځ یاده لړۍ نامتو اشیز سره پرتله کړه او څرګنده یې کړله چې نوموړی خورا سخت لیواله دی. او سترګې په لاره دی چې یاده لړۍ ژر تر ژره پیل شې.

ټېم پین د هند کریکټ ملي لوبډله یوه بریالۍ او پیاوړي لوبډله یاده کړه. او پر وینا یې چې هندۍ لوبډله د نورو لوبډلو څخه مختلفه ده. او دوی په ټېسټ فارمیټ کې خورا ځانګړی مهارت لري.

د یادونې وړ ده چې پین په اسټرالیایي لوبډله کې خورا افسانوې لوبغاړي څرګند کړل او پر وینا یې چې مارون لیبسینچ په ټېسټ کریکټ کې خورا مخکښه لوبغاړی دی او اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې ته به په ټېسټ کریکټ کې ځانګړی رول ولوبوې.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې