نړیوال کریکټ

مېتالي راج غوښتنې ته به د هند کریکټ بورډ څه ځواب وایي یا هو او یا هم نا

د هندوستان مخکښه ښځينه کرکټ لوبغاړې او پخوانۍ لوبډلمشره مېتالي راج د هندوستان کرکټ بورډ څخه غوښتي،  چې د ۲۰۲۱ م کال څخه باید د ښځینه وو لپاره د آې پي ایل سیالۍ تاسیس کړي.

د هندوستان د ښځينه کرکټ لوبډلې پخوانۍ لوبغاړې او لوبډلمشره مېتالي راج وایي، نور انتظار نه دی پکار او باید د ښځينه وو لپاره د آې پي ایل سوداګریزې سیالۍ رامنځته شي.

په ۲۰۰۸ م کال کې هندوستان کې د نارینه وو لپاره د آې پي ایل په نوم سوداګریزې کرکټ سیالۍ رامنځته شوې او ښایي سږ کال یې دیارلسم پړاو ترسره شي.

اوس د ښځينه وو لپآره هم د ورته کرکټ لیګ غوښتنه شوې ده.

۲۰۱۹ م کال کې د ښځینه وو ترمنځ لنډې شل اوریزې کرکټ سیالۍ شوې وې، چې دې چارې د ښځینه وو  لپاره د آې پي ایل سیالیو غوښتنه لا پخه کړه.

۲۰۱۹ م کال کې د هندوستان کرکټ بورډ ویلي وو، چې د ښځينه وو لپاره به هم د ښځينه سوداګریزې لوبې جوړوي.  اوس مهال د اسټرالیا کرکټ بورډ د ښځينه وو کرکټ لوبغاړو لپاره د ومېن بېګ باش لیګ په نوم کرکټ سیالۍ شته او هر کال د ۸ لوبډلو په ګډون ترسره کېږي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې