دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

محمد حفیظ له نړیوال شل اوریزه جام وروسته تقاعد اخلي

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تکړه الراونډر محمد حفیظ په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي(( غواړم له نړیوال شل اوریزه جام وروسته له دغې لنډ فارمټ څخه استعفا وکړم.دا چې په راتلونکې جام کې ترډېره ستونزه لیدل کیږي چې دغه جام به ترسره شي کنه.ځکه د کرونا ویروس وېره ډېره لیدل کیږي.دغه نامتو کرکټر د ۲۰۲۰م کال د
PSL
لیګ په سیالیو کې د لاهور قلندرز په ګټه ولوبید.

حفیظ ویلي له تقاعد وروسته به په مشهورو لیګونو کې خپل کرکټ ته ادامه ورکړي.حفيظ اوس مهال ۳۹ کاله عمر لري هغه د پاکستان هیواد په ګټه ۵۵ ټیسټ ۲۱۸ پنځوس اوریزې او ۹۱ یې شل اوریزې لوبې ترسره کړې.هغه په دغي درې واړو فارمټونو کې ۱۲۲۵۸ منډې کړې دې.او د توپ اچونې په برخه کې یې ۲۴۶ ویکټي ترلاسه کړې.حفيظ په حقیقت کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره یو ځلیدونکی لوبغاړی و چې تشه به یې د تقاعد څخه وروسته په ډېرې سختۍ سره ډکه شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې