دلوبغاړو په اړه

راشدخان ارمان نن رسماً له خپلو خلکو سره د مرستو لړۍ پیل کړه

راشد نن د ۳۲۰ بیوزله کورنیو سره مرسته وکړه او دا لړۍ به روانه وي.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ اچونکي راشدخان ارمان په خپه فیسبوک پاڼه لیکلي دي چې!

“درنو هیوادوالو !
نن مو د ننګرهار ولایت اړوند مختلفو ولسوالیو او جلالاباد ښار کې د (۳۲۰) بېوزله کورنیو، کونډو او اړمنو خلکو سره مرسته وکړه. دا لړۍ به روانه وي، زه په نورو شتمنو خلکو هم غږ کوم چې د کرونا ناروغۍ له امله په دې ستونزمنو حالاتو کې د غربت ځپلو خلکو لاسنیوی وکړي.”

دې سره څنګ کې د افغانستان کرکټ لوبغاړو افتاب عالم، محمد نبي عیسی خیل، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ افسر ځاځي هم د مرستو لړۍ روانه کړي ده.

 راشد خان ارمان په وروستیو کې دا هم لیکي چې افغانستان زنده باد 🇦🇫🇦🇫

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې