دلوبغاړو په اړهلیګونه

د IPL په تاریخ کې تر ټولو لوړ ویکټ اخیستونکي لوبغاړي وپېژنئ

په کریکټ کې شل اورېزه لوبه تر ټولو خورا ګرمه او زیات شمېر مینه وال لري. چې په نړۍ کې د هند غوره لیګ هم یو له هغو شل اورېزو لوبو څخه ده چې ګڼ شمېر مینه وال لري. تر دې دمه دغه لیګ ۱۲ پړاونه بشپړ کړې دي او پرته له شک څخه خورا مشهوره لیګ دی. د یادونې وړ ده چې د هند غوره لیګ ټاکل شوي وه د مارچ په ۲۹ مه نیټه ترسره شوی وای چې د کورونا وبا ناروغۍ له امله د اپرېل تر ۱۵ مې نیټې پورې وځنډېد. د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې پنځه هغه د کریکټ بالران څرګند کړې دي چې د اي پي آیل یا هند غوره لیګ په تاریخ کې یې ډیرې ویکیټې ترلاسه کړې دي.

۱- لېست ملېنګا

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې ۳۶ کلن لوبغاړي تر دې دمه پورې په هند غوره لیګ کې تر ټولو زیاتې ویکیټې ترلاسه کړې دي او د اي پي ایل په تاریخ کې تر ټولو زیاتو ویکیټو اخیستو ریکارډ له ځانه سره لري. د ممبۍ انډیانز لوبډلې دغه تېز بالر په ۱۲۲ اننګزونو کې ۱۷۰ ویکیټې اخیستې دي. او په آي پي ایل لوبو کې درې ځله د اتلولۍ ګټونکی دی.

۲- اميت مشرا

امیت مشرا یو له خورا مشهوره لوبغاړو څخه دی. او په هند غوره لیګ کې یې د ډهلي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې دي، چې نوموړی د ډهلي لوبډلې لپاره حیاتي لوبغاړی پاتی شوی دی. د هند دغه پخوانۍ ۳۷ کلن لوبغاړي ۱۵۷ ویکیټې ترلاسه کړې دي. او ملېنګا وروسته دوهم لوبغاړی دی چې د اي پي آیل په تاریخ کې یې زیاتې ویکیټې ترلاسه کړې دي.

۳- هربجن سېنګ

د ممبۍ انډینز بالینګ واحد کې تجربه لرونکی هاربجن سېنګ پدې وروستیو کې په آي پي ایل سیالیو کې د اېم اېس ډوهني اړوند لوبډلې چینای سوپر کېنګز سره یو ځای شوی دی. هغه ۱۵۰ ویکیټې د ۱۶۰ لوبو په مرسته ترلاسه کړې دي. او غوره توپ اچونه یې د اي پي ایل په تاریخ کې په کال ۲۰۱۱ کې ترسره کړې وه نوموړي د ۱۸ منډو په بدل کې ۵ مهم لوبغاړي سځولی وه. چې اوس د اي پي ایل په تاریخ کې د ډېرو ویکیټو اخیستو په لیست کې دریم نمبر دی.

۴- پیوش چاولا

پیوش چاولا چې په اي پي ایل لوبو کې ډېر لوبیدلی دی. او له ډېر وخت راهیسې یې اي پي ایل لیک کې پاتی شوی دی. نوموړی په هند غوره لیګ کې د کلکتې ناېټ راېډرز لوبډلې لپاره لوبېږي او په ۱۵۷ لوبو کې یې ۱۵۰ ویکیټې ترلاسه کړې دي. او د هند غوره لیګ په تاریخ کې د ډېرو ویکیټو اخیستو په لیست کې څلورم مقام له ځان سره لري.

۵- ډوین براوو

براوو په نړۍ کې خورا له ساعت تیره لوبغاړو څخه دی. او د وېسټ انډېزۍ لوبډلې خورا مهم لوبغاړی دی. او په کریکټ لوبو کې یو پیاوړی ډګر ساتوونکی دی. براوو په لومړیو درې پړاونو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې برخه پاتې شوی دی چې وروسته د چینای سوپر کېنګز لوبډلې له لوري وپیرل شو. ډوین براوو په ۱۳۴ سیالیو کې ۱۴۷ ویکیټې ترلاسه کړې دي. او د هند غوره لیګ په تاریخ کې د ډېرو ویکیټو اخیستو په لیست کې پنځم مقام له ځان سره لري.

لیکنه: محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې