
د کرکټ د مینوالو لپاره زړه بده ونکې خبرونه
کرونا ویروس چې د کرکټ ترڅنګ یې د نړۍ نورې لوبې هم ځنډ ولي لا د نړۍ څخه بد خبرونه تر سترګو کیږي.ټاکل شوې وه چې د روان ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام د اکتوبر په ۱۸ نېټه پيل شوې وی خو وروستي راپورونه وایي شاید راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام وځنډیږي او یا لغوه اعلان شي.د راپورونو پر اساس لیدل کیږي چې د ۲۰۲۰ م کال نړیوال شل اوریزه جام دې ۲۰۲۲ م کال ته وځنډیږي.

ځکه په ۲۰۲۱ م کال کې د هندوستان په کوربتوب نړیوال شل اوریزه جام ترسره کیږي.که چیرته په دغه کال کې شل اوریزه جام ترسره نشي نو دکرکټ نړیواله شورا خبر ورکوي چې یاد جام به ۲۰۲۲ م کال ته وځنډيږي.کرونا ویروس د نړۍ غوره لوبې لغوه کړي او احتمال داسي شته چې راتلونکی نړیوال شل اوریزه جام او اسیا جام هم لغوه اعلان کړي.دغه پرېکړه د
ICC
نړیوالې شورا کړې او خبردارې ورکړې که وضعیت همداسي روان وي نو هیڅ کومه لوبه به ترسره نشي.