نړیوال کریکټ

د اسټرالیا د شل اورېز جام ګټونکي لوبډلمشره له تقاعد وروسته غواړي د روزونکې دنده پرمخ یوسې

میګ لانینګ چې د اسټرالیا کریکټ ښځینه ملي لوبډلې لوبډلمشره ده، او د اسټرالیا ښځینه کریکټ ملي لوبډلې ته یې شل اورېز نړیوال جام وګټه. د رسنیو د راپورنو له مخې نوموړې پلان لري چې له نړیوال کریکټ څخه تقاعد وروسته د روزونکي دنده پرمخ یوسې.

میګ لانینګ د کریګټ ډاټ کام اسټرالیا سره په خبرو کې وویل، چې هغه نه شي کولی د کریکټ وقفې پرمهال په کور کې آزاده کیښنې. نوموړې څرګنده کړله چې له تقاعد وروسته به د روزونکي دنده تعقیب کړې.

هغې وویل:

“زه به په دې وړیا وخت کې د روزونکي کورس تعقیب کړم. او په راتلونکې اونۍ کې ممکن د روزونکي دنده یا د سوداګرۍ په برخه کې کار پیل کړم.” میګ لانینګ دا مهال ۲۸ کلنه ده.”

د هغې پر وینا هغه خوښه ده چې فعاله ده. او خپل ورځنۍ چارې پرمخ وړې. باید یاده شې چې نوموړې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې ته تېر ښځینه شل اورېز نړیوال جام وګاټه.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال او ترڅنګ یې هلته په زما راډيو کې د خبرونو د مسؤل په حیث دنده مخې ته وړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې