دلوبغاړو په اړه

افغان پیاوړي لوبغاړي هم له خپلو خلکو سره یو میلیون افغانۍ مرسته کوي

د نبي خيريه بنسټ په سختو حالاتو کې له خپلو بې وزلو خلکو سره د يو میلیون افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته کوي.

دا چې په نړۍ کې د کرونا ويروس خورېدو له وېرې خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي، افغان بې وزله ولس هم ترې بې برخې پاتې نه دی.

دا مهال زیاتره افغانان خپل ورځني کار او ژوند ته رسيده ګي نه شي کولای او تر ډېره په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.

د نبي خيريه بنسټ مشرتابه وپتیله چې په دې سختو شېبو کې تر خپله وسه د بې وزلو لاسنيوی وکړي.

له همدې کبله یې هوډ کړی چې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو خوراکي توکو مرسته وکړي.

که تاسو هم د خیر ښیګڼې نیت او توان لرئ نو د بنسټ له ادارې سره په اړيکه کې شئ. په دغو سختو حالاتو کې د خپلو بې وزلو خلکو پر شونډو د موسکا لامل شي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې