نړیوال کریکټ

آسیا جام ممکن لغوه شي

ټاکل شوي وه چې په سپټمبر میاشت کې د اسیایي هېوادونو ترمنځ آسیا جام ترسره شوی وای. خو اوس تازه د کریکټ مشهورو رسنیو د راپورنو له مخې چې ممکن راتلونکی اسیا جام ترسره نه شي.

د اسیا جام پیل کېدو څخه وړاندې د هند کریکټ کنټرول ادارې له کریکټ نړیوالې شورا غوښتې وه چې د اسیا جام ځای بدل کړي، ټاکل شوي ده که چیرې اسیا جام ترسره کېږو نو دا ځل د اي سي سي یا کریکټ نړیوالې شورا له لوري په پاکستان هېواد کې پلان شوی دی او هلته به ترسره شې.

خو بل لوري ته د کورونا ویروس د کریکټ نړۍ سربیره نور هر څه په ټپه درولي دي. او خلک یې سخت خواشینې کړې دي. د یاد ویروس له امله د نړۍ لومړی نمبر ستر لیګ اي پي ایل هم د اپرېل تر ۱۵ مې نیټې پورې ځنډول شوی دی. خو بل لوري ته داسې انګرنې موجودې دي چې ممکن د هند غوره لیګ دا ځل له هېواده بهر ترسره شې.

د اسیا جام لغوه کېدو خبر د بي سي سي اي یو غړي د نوم نه ښودلو په شرط د کریکټ مشهورې وېبپاڼې ته ویلې دي.

هغه داسې وویل:

“که څه هم دا سم نه بریښي چې د اسیا جام مهالویشونه ترتیب شي. او مونږ ډاډه شوي یو چې اسیا جام ترسره کېدو امکان نشته.”

که چیرې سږ کال اسیا جام ترسره شي نو لاندې اسیایي هېوادونه به پکې ګډون وکړي: هند، پاکستان، افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او یوه غوره لوبډله به اسیا جام ته لار ومومي.

محمدشبیر (حسنزی)

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې