لیګونهنړیوال کریکټ

د نړۍ مشهوره سرچینې وایي چې دیارلسم پړاو آی پي ایل نه تر سره کیږي

ټاکل شوې وه چې د نړۍ مشهوره لیګ
ipl
پرون د مارچ په ۲۹ نېټه پيل شوی وی خو د کرونا ویروس له امله دغه لیګ د اپریل تر ۱۵ نېټې پورې وځنډیده.اوس تازه د هندوستان ایکسپریس ورځپاڼې لیکلي.سږکال به آی پي ایل ترسره نه شي دا به راتلونکې کال ته وځنډيږي روان وضعیت ته په کتو حالات بحراني دی

د
BCCI
کمېټې خبر ورکړ چې اوس مونږ په داسي وضعیت کې نه یو چې راتلونکی ۲۰۲۰ م کال آی پي ایل ترسره کړو.بي سي سي آی خپل ټول روزنیز کیمپونه ځنډولي دي.سرچینې ویلي مونږ لا تر دې دمه مالکانو ته خبر نه دی ورکړې کله چې د حکومت سره نهایي پرېکړه وشوه نو مونږ به ټولې نړۍ ته خبر ورکړو چې دغه لیګ به ترسره نشي دغه خبرې د بي سي سي آی کميټې فعاله غړې کړې دي.خو دقیق معلومات دا ښایي چې د ۲۰۲۰م کال دیارلسم پړاو آی پي ایل لغوه شوې فقط دا نده روښانه شوې چې کله به دغه خبر د رسنیو سره شریک شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې