دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سچن ټنډولکر هغه پنځه ریکاډونه چې د نړۍ بهترینه لوبغاړي د ماتولو هڅه کوي

ماسټر بلاسټر دنړۍ هغه لوبغاړی وه کوم چې د رنزونو ماشین ور ته ویل کېده. دکرکټ په تاریخ کې نوموړی داسې ریکاډونه لري چې د نړۍ ډېری لوبغاړي ترې عاجز دي. دسچن هغه پنځه ریکاډونه چې تر اوسه د نړۍ کوم لوبغاړي نه ده مات کړي دسچن لومړۍ ریکاډ په دووسه ټېسټ یا پنځه یورځنیو لوبو کې د ۵۳.۷۱ په اوسط سره ۱۵۹۲۱منډې ترسره کول.
په همدغه ټېسټ لوبو کې بیا بل ریکاډ د ۶۸نيمه سلیزو جوړول او د ۵۱سلیزو جوړول دي چې تر اوسه د نړۍ کوم لوبغاړي دغه ریکاډ نه دی مات کړی. په دریم ځای کې بیا سچن په ۲۴کلن کرکټ کې نوموړي ۲۲کاله او۹۱ ورځې یوازې یورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې دنړۍ ډېر کم لوبغاړي شته چې یوازې په یوه برخه کې دومره پاتې شوی وي د سچن ټنډولکر پر مټ هندۍ لوبډله شپږ ځلي نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه چې نوموړي په شپږ واړو جامونو کې څلورم ریکاډ ثبت کړ چې په شپږ نړیوالو جامونو کې۲۲۷۸ منډې شپږ سلیزې او ۱۵نیمه سلیزې جوړې کړې چې تر اوسه کوم لوبغاړي دومره منډې او سلیزې اونیمه سلیزې نه دي ترسره کړي .

د ماسټر بلاسټر ورستې ریکاډ چې تر اوسه کوم لوبغاړي نه د ې مات کړې هغه د ۲۰۰ټېسټ لوبو کول دي چې تر اوسه پورې کوم لوبغاړي دومره سیالۍ نه دي تر سره کړي سچن ټنډولکر د نړۍ هغه لوبغاړې دی چې تر هغه ورسته دکرکټ په نړۍ کې دا ډول لوبغاړي ډېر کم تر سترګو کیږي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې