دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د سټیو سمیت لپاره د خوښۍ خبر

د استرالیا کرکټ ملي لوبډلې تکړه بریدګر توپ وهونکی چانس لري تر څو یو ځل بیا د استرالیا د هیواد لپاره د کرکټ په برخه کې د ملي لوبډلې کيپتان شي.سمیت په ۲۰۱۸ م کال کې د سویلي افریقا پر وړاندې په یوه ټیسټ لوبه کې د ډیویډ وارنر او بین کرافټ په شمول د بال د ټيمپر کولو یا خرابولو هڅه وکړه چې د کمېرې لخوا تعقیب کړې شو.په درې واړو لوبغاړو باندې د لوبو څخه بندیز ولګید او دغه ورځ استرالیا کرکټ بورډ په خپل تاریخ کې د تورې شپې په ډول حساب کړه.سمیت له هغه بندیز څخه ووت او اوس کولای شي چې یو ځل بیا د استرالیا هیواد لپاره د ملي لوبډلې کيپتاني ترلاسه کړي.

سمیت باندې دوه کاله بندیز د استرالیا کرکټ بورډ لګولی و چې نوموړی به د استرالیا لپاره په دې کلونو کې نشي کيپتان کیدلای.چې له له نن څخه وروسته دغه بندیز پای ته ورسيد.بورډ ویلي چې ۳۰ کلن سټیو سمیت د کيپتانۍ دنده اوس پر غاړه اخیستلی شي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې