نړیوال کریکټ

د انګلینډۍ لوبغاړو معاشونه د کورونا ویروس له امله کم شوي

د کورونا وژونکي ویروس په ټوله نړۍ کې خپلې مثبتې او منفې پیښې ثبت کړې دي، چې ډېری وګړي د یاد ویروس له امله مړه شوي دي او کوم کسان چې پرې اخته شوي دي زیاتره یې په کورونو کې کیښنول شوي (قرنطین) دي. له دغه وژونکي ویروس سره د مبارزې لپاره ډیری د کریکټ لوبغاړو خپل نیمایې معاشونه اړمنو کورنیو ته د مرستې لپاره ډالۍ کړې دي.

د راپورنو پر بنسټ، چې د انګلینډ کریکټ بورډ د خپلو لوبغاړو معاشونه د کورونا له امله نیم په نیم کړې دي او په دې توګه غواړي چې د کورونا ویروس ناروغۍ مالي اغیزې سره مبارزه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د انګلینډ او سریلانکا سفر د دې میاشتې په پیل کې لغوه شو او انګلېنډ کریکټ بورډ (ECB) اعلان وکړ چې د می تر پایه به هېڅ مسلکي کریکټ ترسره نه شي.

ټاېمز د انګلېنډ کریکټ بورډ ویاند له خولې تایید کړې ده چې د لوبغاړو معاشونه به دا ځل نیمایې وي.

محمدشبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې