دلوبغاړو په اړه

افتاب عالم هم د مرستو لړۍ پیل کړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ اچونکي او د کریم صادق کوچني ورور افتاب عالم هم د خپلو خلکو سره مرسته کوي.

افتاب عالم د افغانستان کرکټ ملي پیاوړی لوبغاړی دی ده د راشدخان ارمان، حشمت الله شهیدي او نجیب الله ځدراڼ وروسته څلورم کریکټر دی چې د خپلو هیوادوالو سره د کمک ټټر واهي.

افتاب تازه نن پر ځپل فیسبوک پاڼه لیکي چې “د مرستو د ویش عملي لړۍ مو نن پېل کړه چې روزانه به شپږ شپږ مستحقو کورنیو سره مرسته کیږي او دا لړۍ به دوام کوي.
اوس مو له درې کورنیو سره مرسته وکړه او درې کورنیو سره به مازیګر ته د خوراکي توکو مرسته وشي.
دا هغه کورنۍ ده چې مونږ سره یې رابطه کړې وه او اوس مو د ټیلیفون په ذریعه د دوی کورونه پیدا کړل”.

اوس وخت کې د افغانستان په شمول د نړۍ اکثر هیوادونه د کرونا ویروس له امله د زیانمنیدو په حال کې دي.

لیکنه: حکیم الله افتاب

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې