نړیوال کریکټ

یوسلویوکلن ایټالیوي له کرونا وایروس څخه روغ شوی خو اشوین یې کیسې ته نظر کوي

رویچندر اشوین هغه هندي آف سپنر توپ اچونکی دی چې له ۲۰۱۷ م کال راهیسې په لوبډله کې نه لیدل کیږي نوموړی د هغه ایټالیوي سړي کېسې ته غبرګون ښودلې چې له کوید ۱۹ وایروس څخه روغ شوی د ایټاليوي راپورنو له مخې د پي په نوم دغه سړی تر ټولو زوړ کس دې په نړۍ کې چې د کرونا وایروس له امله رغیږي .اشوین دنوموړي کيسې ته هغه وخت غبرګون وښود چې دغه کس په خپل ټويټر کې ولیکل چې نوموړی د لومړۍ نړیوالۍ جګړې څخه وروسته یوځل بیا دهغه وایروس څخه روغيږي چې ټوله نړۍ په یاد وایروس اخته ده په خاص ‌ډول د ډېر عمر لرونکو لپاره اشوین بیا دغه کيسه له خپلو ملګرو سره شریکه کړه

چې په ریښتېا د حیرانتیا وړ خبره ده راپورونه زیاته وي چې نوموړی په لومړۍ نړیواله جګړه کې هم ژوند کاوه اوس یو وار بیا له هغه وایروس څخه روغ ووت چې په نړۍ کې ۶۰۰زره کسان پرې اخته او ۳۰زره کسان ترې مړه شوي دي. د چینای یو لوبغاړي وویل دا کیسه د ټولو انسانانو لپاره ښه بېلګه ده. د یادونې وړ ده چې په دې ورستیو کې اشوین په ټولنیزو رسنيو کې خورا ډېر فعال و هغه د کرونا وایروس په اړه ډېر پيغامونه خپرول نوموړی اوس د پنجاب لوبډلې په پرېښودو د ډيلي لوبډ لې لوبغاړی شوو خو هندي لوبډلې ته د راتلو په اړه یې څه نه دي ویلي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې