دلوبغاړو په اړه

ډوین براوو انډري رسیل وستایه

د وېسټ انډېز کریکډ ملي لوبډلې ستر الراونډر انډري رسیل یو له پېژندلو شوو څېرو څخه دی. په ځانګړي توګه کله چې نوموړی په شل اورېز کریکټ کې څرګندېږي د لوبډلې سربیره مینه وال هم د هغې بریدګري توپ وهنې او خطرناکې توپ اچونې لیدلو ته لیواله وي. په ورته وخت کې هغه د خپلې لوبډلې ملګري ډوین براوو له لوري هم ستایل شوی دی. ډوین براوو انډري رسیل له وېسټ انډېزي پخواني افسانوې توپ وهوونکي کرېس ګېل او براین لارا سره پرتله کوي.


وېسټ انډېزۍ لوبډلې د انډري رسیل په شتون کې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډله په ګونډو کړه چیرې چې له رسیل سره د هغه ملګری براوو هم موجود وه. خو د جمعې په ورځ نوموړي له یوې رسنۍ سره چې په راډیویې خپرونه کې میلمه وه په هغه مهال یې د خپل ملګري رسیل ستاینه وکړه. هغه د رسیل په اړه داسې وویل: “هغه په ​​نړۍ کې ترټولو ښه لوبغاړی دی. دا هغه څه دي چې زه د کرېس ګیل په اړه وایم کله چې کرېس ګیل د هغه لومړی وزیر و موږ خوښ وو، چې هغه د نوموړي نماینده ګې کوي،
موږ باید په نړیوال جام کې د هغه پروړاندې توپ اچونه ترسره نه کړو. دا د آنډري رسیل سره ورته دی.” او همدغه راز زیاته یې کړه، انډري رسیل اوس زمونږ کرېس ګېل دی، زموږ براین لارا دی په ځانګړي توګه شل اورېز فارمټ کې. محمدشبیر (حسنزی)‎

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې