دلوبغاړو په اړه

چې خان یې په یاران یې راشد خان اخېر هم له خپل ولس سره همکاري کوي

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې جادوګر بالر راشد خان ارمان خپلو خلکو ته د همکاری لاس ورکوي.

راشد خان پخپله فیسبوک پاڼه خبر خپور کړی دی او لیکي چې! موږ له ټولو انسانانو سره مرسته نشو کولی، خو خامخا له یو شمېر سره د مرستې توان لرو.

 زه راشد خان به په دغو سختو حالاتو کې له خلکو سره مرستې کوم او دا زما مسولیت دی.

موږ به هغو خلکو او بې وزلو سره چې د کرونا له کبله اقتصادي زیانمن شوي، ‌د باندې نشي وتلی او په کورونو کې دننه دي، د اړتیا وړ او ضروري توکو مرستې برابرو او رسوو.

زه له ټولو لوبغاړو، سوداګرو، سیاسي او ملي شخصیتونو څخه غواړم چې په دغو سختو شرایطو کې د خلکو لاس ونیسي او له خلکو سره مرستې وکړي.

د بل سره په مرستې سړی لا شتمن کیږي او زړه یې لا غني کیږي. په مرستې سره مو شتمني نوره هم زیاتیږي!

راشدخان له دې وړاندې د اسټرالیا اورځپلو سره هم تر خپل وس بریده مرسته کړي وه.

لیکنه حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې