دلوبغاړو په اړه

په ۲۰۰۴ کال کې په دې ورځ وریندر سهواګ کوم ریکارډ جوړ وو

سهواګ او ټنډولکر هغه جوړه وه چې د هندوستان د توپوهنې پیل به د ښکلاګانو څخه ډک او بډیه وو.

خطرناک بې رحمه بې مثاله شهکار زړور شاټونو باندې یې د میدان څلور اړخه مینوال خوشاله ساتل.

د دوی پیل ته به یوازې هندوان نا! بلکې د نړۍ اکثر خلک انتظار وو چې توپوهنه پیل کړي.

راځو له دې دوې جوړې څخه سهواګ ته!

 په دې ورځ په ۲۰۰۴ کال کې وریندر سهواګ لومړنی هندي لوبغاړی شو چې په ملتان کې یې د پاکستان خلاف ۳۰۹ منډې جوړې کړې.

د کرکټ په نړۍ کې یې یو بهترین ریکارډ په خپل نوم کړه او ځان یې تر لوړ هدف پورې وراسوه.

د وخت په تیریدو سره یې دا هر څه دوباره بدل کړل دقیقا څلور کاله وروسته هغې په ​​چنیا کې دا منډې له دې هم پورته کړې او ۳۱۹ منډې یې جوړې کړې دا وخت ۲۰۰۸ کال وه.

ایا تاسو د سهواګ د لوبې مینوال یاست خپل نظر مو همدلته راته ولیکئ.

لیکنه: حکیم الله افتاب

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې