
نړیوال کریکټ
هاردیک او چهل د کومار د مرستې ستاینه وکړه
دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس خپور شوې نو ډېر خلک یې اندیښمن کړې. د دې ترڅنګ یې د نړۍ په کرکټ هم بده اغېزه غورځولي ده.اوس د کرکټ د برخې ځنې لوبغاړي د خپلو هیوادوالو سره څه نغدې مرستې کوي.د هندوستان هیواد د کرکټ ملي لوبډلې ځنې لوبغاړو لکه ګوتم ګمبېر، سوراپ ګنګولي،د خپلو هیوادوالو سره د پيسو مرسته کړې.

د هندي کرکټ لوبغاړو ترڅنګ د بالیوډ مشهوره ادکار (اکشی کومار) هم د هند د مهمو ایالتونو سره ۲۵ کروړه پيسې مرسته کړې.د اکشي دغه ډول کړنه د هندوستان دوه مشهورو لوبغاړو هاردیک پاڼدیا او چهل ستایلې ده.دواړو لوبغاړو هغه د هندوستان ريښتینې اتل وباله.چهل او پانډیا لیکلي تاسو زمونږ د ژوند ريښتينې اتلان یاست مونږ درته احترام لرو.د بالیوډ مشهوره اکټر اکشی کومار ویلي اوس د خدمت وخت دی نو مونږ ټول باید یو بل سره مرسته وکړو.