دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د کرکټ نړیوالې شورا د شرما ستاېنه کړې

‎icc
یا د کرکټ نړیوالې شورا پخوانی هندي چټک بالر(جوګیندر شرما) وستایې.شرما په ۲۰۱۱ م کال کې د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پياوړی توپ اچونکی و.هغه څوکاله مخکې له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.نوموړی له خپل ريټېر مینټ څخه وروسته څه وخت په کور پاتې شو او له لنډ ځنډ وروسته یې د هندوستان په نظامې بخش کې دنده پيل کړه.هغه دا مهال په هریانا کې د پولیسو د معاون په توګه کار کوي.هغه د کرونا پر وړاندې د مبارزې لپاره یو فعاله شخص لیدل کیږي او د هندوستان لپاره د یو وفادار افسر پڅېر خپلو هیوادوالو ته خدمت کوي.

شرما وخت ناوخت په هندي ایالاتونو کې ګرځي او خلکو ته لارښونې کوي ترڅو له کرونا ویروس څخه په امان کې پاتې شي.د هندي پخواني لوبغاړي دغه کړنه د کرکټ نړیوالې شورا ستایلې او هغه یې د هندوستان اتل وباله.یاده وي چې په ټول هندوستان کې د اپریل تر ۱۴ نيټې پورې هیڅ څوګ نشي کولای چې له کوره بهر راووځي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې