دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ اعلان وکړ چې غیرې قرادادي لوبغاړو سره به مالي مرسته وکړې

د بنګله دیش کرکټ بورډ اعلان وکړ چې هغه لوبغاړو سره به مالي مرسته وکړي کوم چې د بورډ سره رسمي قرارداد نه لري.بورډ ویلي په ډهاکه پریمیر لیګ کې برخه اخیستونکو لوبغاړو سره پوره همکارې کوي.د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسن ویلي.((هغه لوبغاړي چې له بنګله دیش کرکټ بورډ سره رسمي تړون نه لري بیه هم ورسره بورډ مالي مرسته کوي.ټاکل شوې وه چې په ډهاکه کې یو ټورنمینټ ترسره شي چې ځوان لوبغاړي پکې ولوبیږي خو د کرونا ویروس له امله دغه لیګ د نامعلومه نېټې پورې وځنډول شو اوس مونږ مجبور یو چې د دغي لوبغاړو سره همکارې وکړو.د بنګله دیش د لومړی درجه لوبغاړو له ډلې څخه یو هم عمران خان و چې د بورډ پر وړاندې غږ پورته کړ ترڅو د لوبغاړو سره مالي مرسته وکړي بنګله دیش کرکټ بورډ یې هم غږ واورید او د همکاریو د مرستې ډاډ یې ورکړ.


DPL
کلبونه د بنګله دیش هیواد ډېر مهم او کلیدې کلبونه دې چې پکې تر ۲۱۶ پورې ځوان لوبغاړي لیدل کیږي تر اوسه مرکزي بورډ سره ۷۵ لوبغاړي راجستر شوې دي.دغه لوبغاړي لا تر اوسه پورې د بنګله دیش هیواد څخه هیڅ مالي نه ترلاسه کوي.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې