دلوبغاړو په اړه

۳ هغه لوبغاړي وپېژنئ، چې په یو ورځینو او شل اورېزو لوبو کې یې هېټرېک کړی دی

مونږ ټولو ته دا څرګنده ده، چې په کریکټ سیالیو کې هېټرېک ترسره کول خورا سخت دي. او په دواړو فارمیټونو (شل اورېزو او یو ورځینو) لوبو کې هېټرېک ترسره کول کومه عادي کارنامه نه ده. لېست ملینګا یو له هغو بالرانو دی چې په دې لیکنه کې به یې وپېژنئ چې داسې کارنامه یې ترسره کړې ده. خو دغه دوه نور کوم لوبغاړي دي؟ دلته په ننۍ لیکنه کې به یې درته وپېژنو.

۱- لېست ملېنګا

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر یو له هغو بالرانو دی چې په نړیوال کریکټ کې یې ۵ ځلې هېټرېک ترسره کړی دی. چې درې یې په یو ورځینو لوبو کې او دوه یې په شل اورېزو لوبو کې جوړ کړې دي. هغه څه موده وړاندې د نیوزیلینډ پر وړاندې شل اورېزو لوبو لړۍ کې هېټرېک ترسره کړ. چې په دې توګه یې په شل اورېزو لوبو کې دوهم ځل لپاره هېټرېک ترسره کړ. ملېنګا د نیوزیلینډ خلاف سیالۍ کې کولن منرو، همېش رودرفورډ، کولن ډي گرانډوم او راس ټیلر په څېر لوبغاړي له مخې پورته کړ. نوموړي همدغه راز په ۲۰۰۷ پنځوس اورېز نړیوال جام کې ورته کارنامه ترسره کړې وه او د انډریو هال، جاک کېلس او ماکایا نیټیني په څېر لوبغاړي وسځول.

۲- برېټ لي

د اسټرالیا کریکټ تېز بالر برېټ لي یو خطرناکه څېره ده، د کریکټ په تاریخ کې يې د کریکټ ګڼ شمېر پیاړو توپ وهوونکو ته ستونزې را ولاړې کړې دي او د خپلې خطرناکې توپ اچونې په پایله کې یې د کریکټ په دوه بڼو کې هېټرېک جوړ کړی دی. لي په ۲۲۱ یو ورځنیو، ۷۶ ټېسټ لوبو او ۲۵ شل اورېزو سیالیو کې د اسټرالیایي لوبډلې استازيتوب وکړ. برېټ لي هم په دواړو فارمیټونو یو ورځینو او شل اورېزو لوبو کې د هېټرېک ترسره کولو ریکارډ لري. هغه د کېنیا په وړاندې د ۲۰۰۳ نړیوال جام کې لومړی هېټرېک ترسره کړ. په زړه پورې خبره دا ده چې د هغه دوهم هېټرېک هم د آي سي سي په ټورنامنټ کې وه. لي بیا په شل اورېز کریکټ کې هېټرېک د بنګله دېش خلاف ترسره کړ چې د شکیب الحسن، مشرافي مرتضی او الوک کاپالي په څېر لوبغاړي یې له مخې پورته کړل. چې یاده سیالۍ بیا اسټرالیا په ۹ ویکیټو وګټله.

۳- تېسارا پرېرا

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې نوموتی الراونډر تېسارا پرېرا درېم توپ اچوونکی دی، چې په یو ورځینو او شل اورېزو لوبو کې یې هېټرېک ترسره کړی دی. پرېرا په ۱۶۴ یو ورځینو لوبو کې د سریلانکا استازیتوب کړی دی او د سریلانکا دوهم لوبغاړی دی چې په دواړو فارمیټونو کې هېټرېک ترسره کړی دی. هغه لومړی هېټرېک په یو ورځینو لوبو کې د پاکستان خلاف ترسره کړ، لومړۍ توپ وهنې په ترسره کولو سره سریلانکا په ټاکلو پنځوس اورنو کې ۲۴۳ منډي د ۳ لوبغاړو په سوځېدو جوړې کړي. پرېرا بیا په توپ اچونه کې د یونس خان، شاهد آفریدي او سرفراز خان ویکیټې ترلاسه کړي. هغه دوهم هېټرېک په شل اورېزو سیالیو کې په کال ۲۰۱۶ کې د هند پر وړاندې ترسره کړ. نوموړی د سریلانکا لومړنی بالر شو چې په شل اورېز کریکټ کې یې د سریلانکا لپاره هېټرېک ترسره کړ. پرېرا د هند خلاف سرېش رینا، هاردېک پانډیا او یوراج سېنګ په څېر لوبغاړي له مخې پورته کړل.

لیکنه: محمد شبیر (حسنزی)

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې