نړیوال کریکټ

مشرافي مرتضی له ۳۰۰ کورنیو څخه ملاتړ وکړ

لیکنه: محمدشبیرحسنزی

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر مشرافي مرتضی له هغو ۳۰۰ کورنیو څخه ملاتړ څرګند کړ، چې پر کورونا وژونکي ویروس باندې اخته شوي دي. ۳۶ کلن مرتضی پرېکړه کړې ده چې له ۳۰۰ کورنیو سره د عاید مرسته وکړي.

د راپورنو له مخې چې مشرافي مرتضی به همدغه راز د هر یوې کورنۍ سره د پنځه کیلو وریجې، غوړي، دال، کچالو، مالګه او صابون مرسته وکړي او له مخې به یې یادو کورنیو څه نا څه ستونزې حل کړي. مشرافي مرتضی خپل نیمایي معاش مرسته کوي.

یادولو ده چې له دې وړاندې نورو بنګله دېشي لوبغاړو هم د مرستې کولو خبر ورکړی وه. چې له ۲۷ لوبغاړو څخه یې ۱۷ لوبغاړي د مرکزي قراردادونو په لیست کې دي.

تمیم اقبال د خپلو نورو ټیم ملګرو په استازیتوب داسې وویل:

“ټوله نړۍ د کورونا ویروس د ناروغۍ په وړاندې مبارزه کوي. موږ، کریکټران، هڅه کوو په ټولنېزو رسنیو کې خلک خبر کړو ترڅو د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي. خو موږ باور لرو چې د خلکو تر منځ د پوهاوي د زیاتولو پرځای نور ډیر کارونه هم لرو.”

د ویلو وړ ده چې د دوشنبې په ورځ، د بنګله دېش حکومت د مارچ له ۲۶ مې نیټې راهیسې لس ورځنی بند اعلان کړ.

نسیم حمیدي

نسیم حمیدي په کندهار کې د افغان کریک اینفو خبریال

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې