نړیوال کریکټ

سچن تنډولکر د کورونا ویروس ملاتړ صندوق سره ۵۰ لاکه عایدو مرسته وکړه

لیکنه: محمدشبیرحسنزید کورونا ویروس چې نږدې په ټوله نړۍ کې خپور شوی دی او په لومړي ځل یې د چېن په ووهان ښار کې مثبتې پیښې ثبت شوي وې. چې وروسته د وخت په تیرېدو سره نږدې په ټوله نړۍ کې یې خپلې مثبتې پیښې ثبت شوې. او دلته په افغانستان کې یې هم په بیلابیلو ولایتونو کې پیښې ثبت شوي. دغه ویروس د کریکټ لوبې سربیره د نورو سپورټې لوبو لوبغاړي هم قرنطین کړل او په کورونو یې کيښنول.اوس تازه د هند کریکټ ملي لوبډلې پخواني ماسټر بلاسټر لوبغاړي سچن ټنډولکر د کورونا ویروس ملاتړ فنډ ته ۵۰ لاکه روپیو مرسته ورکړه. د کریکټ یوې مشهورې وېبپاڼې د یوې سرچینې په حواله لیکلې دي چې ټنډولکر نه غواړي په دې اړه خبرې وکړي.د ټنډولکر ۵۰ لاکه روپیو څخه، نیمایي مقدار عاید په مهاراشترا کې د وزیر اعلي د مرستې فنډ ته ورکړل شوي دي. ټنډولکر خلکو ته په خپلو خبرو کې داسې وویل:

“زموږ حکومت او روغتیا ماهرینو موږ څخه غوښتنه کړې چې په کور کې پاتې شو او بې له ځنډه. لاهم ډیری خلک داسې کوي. زما کورنۍ او زه په کور کې قرنطین شوي یو، د راتلونکو ۲۱ ورځو لپاره به نه وځم. زه له تاسو ټولو څخه غوښتنه کوم چې همداسې وکړئ.”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې